چارواکو سره د مفتي محمد اعجاز شینواري د آزادولو په اړه خبر اترې کوو: مفتی عبدالشکور

باغی ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام ف مرکزي مشر مفتي عبدالشکور په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د خوګا خېل قام د مسلې او د مفتي محمد اعجاز شينواري د خوشې کېدو په اړه د پېښور کمېشنر رياض محسود او نور انتظامي چارواکو سره په خبرو اترو کې مصروف یو او زر به مفتي اعجاز خوشې کړې شي.
هغه وایی چې د مفتی اعجاز شینواري په په راخوشی کولو کښی څه تکنیکی مشکلات موجود دی او مونږ انتظامی مشرانو سره په اړیکه کی یو چې دا ستونزه زر تر زر هواره شی او مفتي محمد اعجاز شینواري آزاد شي.
د یادونې ده چې نن د مفتي محمد اعجاز شینواري د زنداني کولو په ضد د خوګا خیل قام له لوري د پیښور او تورخم لویه لار تړل شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *