په افغانستان کښې طالبانو فتح یو لویه کارنامه ده: سیراج الحق

0
97

باغي ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامی پاکستان مشر سیراج الحق په منصوره کښې یوې غونډې ته په ویناکښې ویلي دي چې چې په افغانستان کښې د طالبانو کامیابي او فتح د تاریخ اسلام یوه لویه وپیښه او کارنامه ده.

نوموړی اوویل چې په افغانستان کښې د طالبانو د ګټې نه ثابته شوه چې د مسلمانانو د ایمان جذبې ته ساینس او ټیکنالوجی هیڅ کومه خطره نه ده او دا قوتونه د ایمان جذبې په مقابله کښې صفر دي.

دوی اوویل چې وس د افغانستان نه د هندوستان اثر او سازشونه هم ختم شو او وس به دا هیواد ددوی لپاره یو سازشي مرکز نه وي. دوی په امریکاه او هندوستان غږ وکړو چې په افغانستان کښې د بد امنې خورولو نه ډډه وکړي.

Leave a reply