امریکا وايي چې بانکونه له وېرې پرته افغانستان ته پیسې لېږلی شي

0
199

امریکا وايي چې بانکونه له وېرې پرته افغانستان ته پیسې لېږلی شي

امریکايي چارواکو له موسساتو غوښتي چې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه خدماتو په تېره د اوبو رسونې، ښوونې او روزنې، خوړو او روغتیا په برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

 

(2022 / 2 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي نړیوال بانکونه له کومې وېرې پرته افغانستان ته پیسې لېږدولی شي.

د امریکا د خزانې وزارت مرستیالې د غیر دولتي بنسټونو او موسساتو له مشرانو سره په یوه غونډه کې ویلي، چې بشري خدمات له هر ډول بندیزونو په امان دي.
د سرچینې په خبره د نړۍ ټول بانکونه کولی شي له افغانستان سره مالي معاملات ولري او د بشردوستانه خدماتو لپاره پیسې ولېږدوي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي چې بانکونه دې له بندیزونو او محدودیتونو وېره نه لري، ځکه بشردوستانه خدمات له بندیزونو په امان دي او امریکا په دې برخه کې خپل وضاحت ورکړی دی.
امریکايي چارواکو له موسساتو غوښتي چې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه خدماتو په تېره د اوبو رسونې، ښوونې او روزنې، خوړو او روغتیا په برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

Leave a reply