په تورخم پوله بشري مرستې افغان چارواکو ته وسپارل شول

باغي ټي وي رپورټ
د پاک افغان همکارۍ فورم تر سیوري لاندې د ملټسر انټرنیشنل ایډ په مرسته په تورخم پوله د امدادي سامانونو ۱۳ ټرکونه افغان چارواکو ته وسپارل شول.
د تورخم په پوله د مرستو د سپارلو په مراسمو کې د مرستو د اتحادیې اجراییوي رئیس امجد صافي، د ملټيسار انټرنیشنل رییس فیاض، د افغان مهاجرینو او اقتصاد وزارت چارواکو او همدارنګه د لنډی کوتل مرستیال کمشنر اشرف الدین ګډون وکړو.
د افغان چارواکو له لوري د پاک-افغان فورم, د بشري مرستو سازمانونو او د پاکستان حکومت څخه د افغانستان خلکو ته د امدادي توکو د 13 ټرکونو د سپارلو لپاره ځانګړې مننه او د دوی ستاینه وکړه .






