عمران خان د چین په سفر ځي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلی دي چې لومړی وزیر عمران خان به د چین د مشرتابه په ځانګړې بلنه د فبرورۍ له ۳مې تر ۶مې د چین دوره کوي.
د خارجه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي چې وزيراعظم عمران خان به د فبرورۍ له 3مې تر 6مې نېټې د چين دوره كوي چې د ژمي اولمپك لوبو په پرانستې دستوره كښې ګډون وكړي۔
د اې پي پي رپورټ مطابق د وزيراعظم سره به د كابينې غړي او لوړ پوړي حكومتي چارواکو پشمول يو لوړ پوړي پلاوي هم ملګرتيا كوي۔
د رپورټ مطابق د یوې نړیوالې غونډې په توګه، د اولمپیک لوبې د نړۍ د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم، ټول شموله او دوستۍ ته وده ورکوي. بېجينګ به ډېر زر لومړی ښار شي چې د ګرمۍ او ژمي د اولمپيک لوبو کوربه توب کوي.
د بيان له مخې “دا ډېره د ستاينې وړ ده چې د چين حکومت د کوويډ-۱۹ ناروغۍ سره سره د ژمي د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره په دقت سره تدبيرونه نيولي دي.





