د پیښور او تورخم لویه لار بیا وتړل شوه

0
204

باغی ټي وي رپورټ
لنډي کوتل کې د تورخم بارډر سره نزدې د خوګه خیل قوم مشرانو او نور عام اولس مفتي محمد اعجاز شینواری د نه آزادیدو په ضد د پیښور او تورخم لویه لار د هر قسم ټریفک لپاره تړلې ده.
د احتجاجي لاریون په ځای رسنیو سره په خبرو اترو کې قاری محمد سعید شینواری او لطف الله شینواري اوویل چې که مفتی محمد اعجاز شینواري آزاد نه شي او ددوی غوښتنې تسلیم نه شي نو د پاک افغان لویه لار به د نامعلومه وخت لپاره تړلی وي.

Leave a reply