امریکا غواړي چې پاکستان او افغانستان ښه دوستان جوړ نه شي: مولانا فضل الرحمان

0
123

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي دي چې ډیورنډ د کرښې په اړه دې افغانستان او پاکستان دې د تقابل څخه ډډه وکړي او د امریکا ناپاکه توطیې دې شنډې کړي.
مولانا فضل الرحمن چې یوې غونډه ته یې وینا کوله وویل چې امریکا غواړي چې افغانستان او پاکستان هېڅ وخت ښه دوستان نشي.

هغه زیاته کړه چې که پاکستان او افغانستان جګړې پيل کړي [اړیکې خرابې کړي] نو ګټه به یې یواځې د امریکا وي.فضل الرحمن چې د ډیورنډ پر کرښه د افغانستان او پاکستان امنیتي ځواکونو تر منځ وروستیو شخړو ته یې اشاره وه وویل چې دولتونه ممکن د سرحدونو په اړه مختلف موقفونه ولري خو دا هر څه د مذاکراتو له لارې حل کېدونکي دي.د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر په سیمه کې د سرحدي مسایلو پرېښودل د انګریزانو پلان شوې دسیسې وګڼله او په وینا یې همدوی د هند په لویه وچه کې د کشمیر په شمول ډير مسائل په قصدي ډول له حل پرته پريښي دي.

Leave a reply