سیګار د پخواني حکومت د فساد يۀ اړه څېړنې کوي؛ محب او فضلي ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی
سیګار د پخواني حکومت د فساد يۀ اړه څېړنې کوي؛ محب او فضلي ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی
په ورته وخت کې راپورونه وایي چې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سوپکو وربللی و او له هغه یې د فساد او پیسو د ورکېدو په تړاو پوښتنې ګروېږنې کړې دي.
(2022 / 2 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سیګار وایي د پخواني حکومت په اړه د فساد او نقدو پیسو د ورکېدو پلټنه کوي.
د سیګار مشر جان سوپکو بهرنیو رسنیو ته ویلي چې دوی د فساد قضیې، په افغانستان کې د میلیونونه ډالرو د ورکېدو ادعا او همدا راز په وروستیو کې افغانستان ته د تللو نقدو پیسو په اړه پلټنې کوي.
سوپکو وایي دوی هغه ټول لګښتونه څېړي چې په وروستیو کې افغان حکومت ته په تېره پوځي برخو ته ورکړل شوي وو.
په ورته وخت کې راپورونه وایي چې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سوپکو وربللی و او له هغه یې د فساد او پیسو د ورکېدو په تړاو پوښتنې ګروېږنې کړې دي.
اړوند موضوعات:
سیګار وايي له افغانستان څخه د اشرف غني میلیونونو ډالرو د وړلو قضیه څېړو
همدا راز د پخواني ولسمشر نږدې کس فضل محمود فضلي هم رسنیو ته ویلي چې دوی په فساد کې ښکېل نه وو، خو په حکومت کې فساد نه شي ردولی.