د خوګا خیل قبیلې احتجاج نن هم دوام لري

باغی ټي وي رپورټ
د خوګي خیل قوم مشرانو او نورو عام خلقو یوه مهمه غونډه د لنډي کوتل په بایی پاس په پیښور او تورخم لویه لار په احتجاجي کمپ کې ترسره شوه.
په غونډه کې پریکړه وشوه چې که مفتي محمد اعجاز شینواري د ماسپښین تر دوو بجو خوشې نه شو، نو پاک افغان لویه لار به د هر ډول ترافیکو پر مخ تړلې وي.
په دې غونډه کې لطف الله شینواری، معراج الدین شینواری، قاري محمد سعید شینواری ذوالفقار شینواري او نور مشران هم موجود وو.
د لنډی کوتل په پاک افغان لویه لاری د احتجاجی ناستی په غونډه کی په دې اتفاق وشو چې نن ماسپښین دوه نیمې بجې به د پاک افغان لویه لار تر نامعلومې مودې پورې تړلې وي، مشرانو زیاته کړه چې ترڅو ددوی غوښتنې و نه منل شي د پیښور او تورخم لار به تړي وي.






