د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت مخ په لوړېدو دی 

0
96

د نوي حکومت په راتګ سره په بازارونو کې د ډالر د کمښت له امله افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی و، خو مرکزي بانک وایي دوی هڅه کوي د افغانۍ نرخ ثابت وساتي او په دې برخه کې د مافیايي کړیو د لاسوهنو مخنیوی وکړي.

(2022 / 2 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان بانک چارواکي وايي چې افغانۍ د ټېکاو پر لور ده او ارزښت یې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې مخ پر زیاتېدو دی.

دمګړی په بازارونو کې  یو ډالر په ۹۲ او ۹۳ افغانیو تبادله کېږي او اټکل کېږي چې د افغانۍ ارزښت تر دې هم لوړ شي.

Leave a reply