د قطر او کابل ترمنځ مستقیم پروازونه پيل شول

0
161

د قطر او کابل ترمنځ مستقیم پروازونه پيل شول

تر دې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو، چې د کابل او قطر ترمنځ د پروازونو پر بیا پيلېدو هوکړه شوې ده او په اونۍ کې به دوه پروازونه ترسره کېږي.

 

( 2022 / 2 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملکي هوایي چلند ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې تر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان او قطر ترمنځ پروازونه په رسمي توګه پیل شول او له دې وروسته به افغان او قطري الوتکې کولی شي په ګډه د مسافرو د لېږد را لېږد لپاره اقدام وکړي.

ملکي هوايي چلند اداره وایي هره اونۍ به افغان او قطري الوتکې خپل پروازونه ترسره کوي.

تر دې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو، چې د کابل او قطر ترمنځ د پروازونو پر بیا پيلېدو هوکړه شوې ده او په اونۍ کې به دوه پروازونه ترسره کېږي.

له دې سره جوخت قطري چارواکو ویلي چې د پاتې بهرنیو وګړو لپاره به د تخلیې ماموریت هم ادامه ولري.

Leave a reply