جرمني او قطر هیوادونه وایی چې طالبان یواځې پریښودل به د نړې په تاوان وي

0
85

باغي ټي وي رپورټ
د جرمني هیواد او د قطر هیواد په ټول نړې غږ کړې چې په افغانستان کښې دې طالبانو سره مسلسل په اړیکو کښې او دوی دې یواځي مه پریږدي، که یواځي پریښودې شي نو دا به د افغانستان او ټولې نړي په نقصان کښې وي.

د جرمني هیواد وزیر خارجه هیکو او د قطر وزیر خارجه محمد بن عبدالرحمان په دوحه قطر کښې لیدلي او د افغانستان په موجوده صورت حال ی تفصیلي خبرې کړي دې.
دواړو نمایندګانو د دنیا هیوادونو ته ور په ګوته کړې چې که چرې طالبانو یواځې پریښودې شي نو دې به په ټوله نړي دیر منفي او بد اثر وشی ، دوی نړې ته اوویل چې باید چې د نړې هیوادونه طالبانو سره مرستې وکړي ،هروخت ورسره په اړیکو کښې وی چې په افغانستان کښې امن راشي.
په طلوع نیوز کښې چاپ شوي رپورټ مطابق ، قطري وزیر وایی چې که چرې طالبان د دنیا نه نه کټ شی نو دې سره به په افغانستان کښې یو نوې بحران او جنګ پیل شي چې دا به ښه کار نه وي.

Leave a reply