په پنجشیر کښې جهګړه روانه ده

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پنجشیر نه رارسیدلي رپورټونه وای چې دلته د امارت اسلامی جنګیالو او د احمد مسعود د مزاحمتي ګروپ جنګیالو ترمینځ په بل د حملو کولو سلسله روانه ده او دواړه اړخ نه داسې رپورټونه راغلي چې وایی دوی یو بل ته ځاني نقصان ور اړولې دې.

د طلوع نیوز یو رپورټ مطابق په طالبانو د پنجشیر طرف نه یوه حمله وشوې، په ځواب کښې ی طالبانو هم سخت حمله وکړه او مزاحمتي ګروپ ی ډیر تاوان سره مخ کړې دي.
د طالبانو د فرهنګ کمیسون یو غړي انعام الله سمنګاني وای چې د احمد مسعود ملیشې ته مو ډیر نقصان ور اړولې دې. په پنجشیر کښې ځای خلقوویلي چې جنګ بیا شروع شوې دې او ځای خلق ددې ځای نه کډه شوي دي.
د مزاحمتي ګروپ غړي وای دوی طالبان په شاه تمبولي دي او طالبانو ته ډیره مرګ ژوبله اړولې دې ولي طالبان دا ردوي او وای مزاحمتي ګروپ ته مو ډیر مرګ ژوبله اړولې ده.
فهیم دشتي چې د مزاحمتي فورس ویاند دې وای چې طالبانو سره مو د مزاحمتي فورس جنګیالو او د ملکی ځانګړي فورس اې این ایس ډي ځواک په مدد سره ډیر ځانی تاوان رسولې دې، ۴۰ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دې.
طالبان د ملي ځواکونو دا حمله ردوی او وایی چې په دوې صرف د احمد مسعود ملیشې حمله کړې ده او ددې حملې ځواب ی ورکړې دې. طلوع نیوز ته د طالبانو یو غړي عامرخان متقي ویلي چې د پنشجیر مزاحمتي ګروپ سره خبرې ناکامه شوي ولې طالبان وس هم غواړي چې دا خبره په امن سره او په خبرو سره هواره کړی او جنګ و نشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载