طالبانو ته کرزي او عبدالله د ټولشموله حکومت جوړېدو پۀ اړه لیکونه لېږلي دي

طالبانو ته کرزي او عبدالله د ټولشموله حکومت جوړېدو پۀ اړه لیکونه لېږلي دي
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د مصالحې د عالي شورا پخواني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله طالبانو ته په یوه لیک کې د یوه ټول شموله حکومت جوړول او د ښځو د حقونو خوندي کول له اساسي غوښتنو څخه بللي دي.
(2022 / 2 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د مصالحې د عالي شورا پخواني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله طالبانو ته په یوه لیک کې د یوه ټول شموله حکومت جوړول او د ښځو د حقونو خوندي کول له اساسي غوښتنو څخه بللي دي.
د لیک لېږونکو پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې د سیاسي تفاهم د رامنځته کولو لپاره دې له افغان سیاستوالو سره ګډه غونډه وکړي.
دوی پر طالبانو هم غږ وکړ چې د افغان قومي مشرانو یوه لویه غونډه جوړه کړي او د هېواد راتلونکي امکانات ورته روښانه کړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ا.ا.ا چارواکو هم د یوې لویې شورا د جوړېدو خبر ورکړی ؤ.






