وزیرانو شورا پرېکړه کړې چې هېڅ اداره د خپلو عوایدو د لګولو اجازه نه لري

وزیرانو شورا پرېکړه کړې چې هېڅ اداره د خپلو عوایدو د لګولو اجازه نه لري
د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې هېڅ عایداتي اداره په خپل سر د خپلو عایداتو د لګولو حق نه لري او په وینا عواید به ټول د بانکونو له لارې په شفافه توګه د حکومت خزانې ته راځي.
(2022 / 2 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابینې غونډه د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ شوې ده او په دې غونډه کې پر مهمو مسایلو خبرې شوې دي.
د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې هېڅ عایداتي اداره په خپل سر د خپلو عایداتو د لګولو حق نه لري او په وینا عواید به ټول د بانکونو له لارې په شفافه توګه د حکومت خزانې ته راځي.
همدا راز کابینې د شهداوو او معلولینو وزارت ته دنده سپارلې، څو یوه ځانګړې طرحه جوړه کړي چې له مخې یې د مخکینې حکومت د معلولینو لپاره د ځانګړو مالي مرستو پلان جوړ شي.
همدا راز د کرنې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د کرنې په برخه کې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو پانګونې ته زمینه برابره او دوی ته دې ځمکې ځانګړې کړي.





