د ډپټي کمشنر ضلع خیبر په دفتر کې د سي ایل سي پی چیکونو په اړه مهمه غونډه شوې ده

0
124

باغی ټي وي رپورټ
د ډپټي کمشنر ضلع خیبر منصور ارشد په مشرۍ کښې د ډپټي کمشنر په دفتر کښې د سي ايل سي پي لپاره د ضلعي سټرينګ کميټۍ د اعليٰ سطحي غونډه اوشوه.
په دې غونډ کې ايډيشنل ډپټي کمشنر (ريليف) نويد اکبر، د 103 ونګ ليفټيننټ کرنل تيمور، د 27 بريګيډ ميجر شامل وو. رمیز، د خیبر رائفل 104 ونگ عاصم ذوالفقار، 235 ونگ تیراه کیپټن راحیل، د سی ایل سی پی تحصیلدار، د تعلیم محکمی او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
د غونډې په مهال د ضلعې سټېرنګ کمېټۍ ته د سي اېل سي پي سروې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو، چې تر اوسه وېشل شوي چیکونه، د سروې ټیمونو تر څارنې لاندې په سروې کې بشپړ شوي کیسونه جزئيات ورکړل شول چې پکې په مجموعي توګه 1516 بشپړ شوي کیسونه واورول شول کوم چې به منظورول لپاره ولیږل شي.
په دی اړه د خیبر ډپټی کمشنر خیبر منصور ارشد وینا ده چی د سی ایل سی پی پروګرام ترمخه د وران شووو کورونو سروی به د امدادی محکمی لخوا تجویز شوی طریقه سره جاری وی. د ریلیف ډیپارټمنټ لخوا د سروې فارمونو او فنډونو ترلاسه کولو وروستو د ټیمونو جوړولو لپاره نور ضروري ګامونه پورته کیږي او متاثرینو ته به د جزوي او بشپړ ویجاړ شوي کورونو د بیا رغونې لپاره دوی سره مالي مرسته کولې شي.

Leave a reply