د صوبایی اسمبلۍ غړې د وژل شوي پادري کورته ورغلې

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل پي کې ۱۰۵ نه ټاکل شوې د صوبای اسمبلې غړې او د ماحولياتو د قائمه کميټۍ چيئرمېن شفيق شېر آفريدي پيښور صدر کښې د وژل شوی عیسایی اقلیت پادري وليم په مړينه د مسيحي ټولنې سره د غمرازۍ څرګندونه کړې ده۔
د تحريک اصلاحات پاکستان چيئرمېن الحاج شاه جي ګل آفريدي، د ماحولياتو په اړه د قائمه کميټۍ چيئرمېن او ايم پي اے الحاج شفيق شېر آفريدي د هدفي وژنې سخته غندنه کړې او وئيلي دي چې مونږ د خپلې مسيحي ټولنې ترڅنګ ولاړ يو۔په دې موقع بشپ مانو رمل شاه، ملک ارشد مسیح او نور پادریان هم موجود وو.






