د عمران خان ،وزیراعلی محمود خان او نورو مشرانو ترمینځ مهمه غونډه

0
155

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان سره ملاقات کړې دې.
په ټولنیزو رسنیو جاري شوي یو بیان مطابق په دې ملاقات كښې د صوبې په مجموعي سياسي صورتحال، روانو پرمختيائي منصوبو او د ګوند تنظيم سازۍ په چارو خبرې وشوې۔
وزيراعظم ټولو منتخب نمايندګانو ته هدايات وكړو چې د عوامو رابطه كمپاين دې ګړندۍ كړي۔ نوموړي همدا راز لارښوونه وکړه، چې په سيمه ييزه کچه دې د ګوندونو د کارکونکو د جلب او جذبولو لپاره په دغه ولايت کې د راتلونکو بلدياتي ټاکنو په دويم پړاو کې برياليتوب يقيني کړي.
غونډه كښې د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد، د قومي اسمبلۍ غړو حيدر علي خان، سليم رحمان، صاحبزاده صبغت الله، محبوب شاه، محمد بشير خان، جنيد اكبر، محمد نواز خان او صالح كام محمد ګډون وكړو۔
د صوبائي اسمبلۍ غړو نذير احمد عباسي، حاجي قلندر خان لودي، مشتاق احمد غني، زبير خان، تاج محمد، وزيرزاده، محمد اعظم خان، همايون خان، لياقت علي خان، شفيع الله، محمد ديدار خان، عبدالغفار، سيد اقبال ميا، شکيل احمد، پير مسرور خان، سيد احمد حسين شاه، بابر سليم سواتي، نوابزاده فريد صلاح الدين، محمد اقبال خان، سيد غازي غازي جمال، شوکت علي يوسفزى، نصيرالله خان، شرافت علي، عزيز الله خان، فضل حکيم خان يوسفزي، امجد علي او محب الله خان هم ګډون وکړو.

Leave a reply