د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې د ترویکا لړۍ بله غونډه په کابل کې ترسره کېږي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې د ترویکا لړۍ بله غونډه په کابل کې ترسره کېږي
ددې لړۍ نورې غونډې په مسکو او اسلام اباد کې هم ترسره شوې دي. په دې غونډو کې تر ډېره د ایران، مرکزي اسیا، پاکستان، امریکا او ځینو نورو هېوادونو استازي ګډون کوي او موخه یې دا ده چې په افغانستان کې دایمي ثبات رامنځ ته شي.
(2022 / 2 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي، ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د ترویکا بله غونډه جوړه شي.
د ده په خبره دغه غونډه به د روانې میلادي میاشتې تر پای مخکې په کابل کې جوړېږي. هغه د غونډې کره نېټه نه ده روښانه کړې.
ترویکا د روسیې له لوري د افغانستان په اړه د غونډو رامنځ ته شوی فلټفارم دی چې په هغه کې ګڼ هېوادونه غړیتوب لري.