ضلع خیبر کې درې کسان ټپیان شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل او جمرود کې په دو بیلو پیښو کې درې کسان سخت ټپیان شوي دي، د سرچینو مطابق ټپیان شوي کسان روغتون ته ورسول شول.
د سرچینو مطابق د لنډیکوتل په صدوخیلو سیمه کې یو ورور په بل ورور ډزې وکړي اوی خپل ورور ی سخت ټپي کړو. سرچینې وایی چې دې ورونړو ترمینځ څه شخړه وه او یو ورور په بل ورور ډزې وکړې.
په بله پیښه کې د جمرود بکر آباد سیمه کې یو ګاړې د اوبو حوض ته غورځيدو له وجې ډرائيور پشمول دوه کسان ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوی کسان روغتون ته وړل شوی دي.






