په پنجاب کې ملیونونه روپې د سرکونو په جوړولو او رغونه لګولې شي

0
152

باغی ټي وي رپورټ
د ګل په ورځ د قامي اقتصادي كونسل ايګزيكټيو كمېټۍ (ايكنك) د پنجاب ارټيريل روډز امپروومنټ پروګرام (PARIP) منظوري وركړه۔ د پرمختګ په دې منصوبه باندې به 129,944.15 ملیون (773.20 ملین امریکایي ډالر) لګښت راشي.
د اې پي پي رپورټ مطابق دا پروژه د پنجاب حکومت په مالي مرسته پیل کیږي.
دې منصوبې په ذریعه به د پنجاب د بیلا بیلو ښارونو ترمنځ د 535 کلومیټره دوه لارې سړک جوړ شي چې له وجهې به ی ددې سیمو او ښارونو وګړو ته ډیره ګټه ورسي.
د ايګزيکټيو کمېټۍ غونډه چې مشري يې د خزانې او رېونيو وفاقي وزير شوکت ترين کوله، د پنجاب د کليو د دوامدار اوبو سپلائي او سينيټيشن پروژې (PRSWSSP) منظوري هم ورکړه. په دې منصوبه به 96,202 ملیون روپې (USD 553.0) لګښت راځي.

Leave a reply