عمران خان د پارټۍ په مشرانو غږ کړې چې د بلدیاتي ټاکنو وړاندې کمپاین پیل کړي

File Photo
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دوشنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف له منتخبو استازو وغوښتل چې د راتلونکي بلدیاتی انتخاباتو لپاره خپلې هلې ځلې او کمپاین ګړندی کړي.
. د خېبرپښتونخوا وزيراعلي او د پي ټي آئي د قومي او صوبائي اسمبلۍ غړو سره په ليدنه کې هغه د پارټۍ د کارکنانو د هڅولو غږ وکړو . ملاقات كښې د صوبې په مجموعي سياسي صورتحال، روانو پرمختيائي منصوبو او د ګوند په تنظيم سازۍ په اړه چارو خبرې وشوې۔
د اې پي پي رپورټ مطابق په دې غونډه كښې د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد او د قامي اسمبلۍ غړو حيدر علي خان، سليم رحمان، صاحبزاده صبغت الله، محبوب شاه، محمد بشير خان، جنيد اکبر، محمد نواز خان او صالح محمد ګډون وكړو۔
د صوبائي اسمبلئ غړي هم په دې مهمه غونډ کې شریک وو، په دې غړیو کې نذير احمد عباسي، حاجي قلندر خان لودي، مشتاق احمد غني، زبير خان تاج محمد، وزيرزاده، محمد اعظم خان، همايون خان، لياقت علي خان، شفيع الله، محمد ديدار خان، عبدالغفار، سيد اقبال ميا، شامل وو. شکيل احمد، پير مصور خان، سيد احمد حسين شاه، بابر سليم سواتي، نوابزاده فريد صلاح الدين، محمد اقبال خان، سيد غازي غازي جمال، شوکت علي يوسفزى، نصيرالله خان، شرافت علي، عزيز الله خان، فضل حکيم خان يوسفزى، امجد علي او محب الله خان برخه واخسته.






