د تیلو بیعه خو لوړه نه شوه د کور استعمال ګیس په بیعه کې زیاتوالې اعلان شو

0
181

باغی ټي وي رپورټ
اوګرا د ايل پي جي په نرخ کښې د زياتوالي نوټيفيکيشن جاري کړے دے د کوم له مخې چې د ايل پي جي په قيمت کښې 10 روپۍ 9 پيسې في کلو زياتوالې راغلې دې۔
د مشرق نیوز یو رپورټ مطابق د 11.8 کلوګرام کورني سلنډر په نرخ کې 119.12 روپۍ 119.12 روپۍ زیاتوالی راغلی، د نوټیفیکیشن له مخې د ایل پی جی نوې بیه 206.77 روپۍ فی کیلو ته پورته شوې ده، په داسې حال کې چې د کورني سلنډر نوې بیه 2,439.93 روپۍ ته پورته شوې ده. د جنورۍ په میاشت کې د ایل پی جی سلنډر کورنی قیمت 2,320 روپۍ او 81 پیسې وو.
د یادونې ده چې پرون د پیټرولو په قیمت کې د زیاتوالي سمري وزیراعظم رد کړې ده او ویلي ی وو چې د اولس لپاره ی دا سمري رد کړې چې په اولس د ډیر بار څخه بچ شوي.

Leave a reply