هرات ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی دی

0
194

هرات ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی دی

د هرات ځايي چارواکي وايي چې امنیتي او نورو اداراتو د بهرنیو سیلانیانو راتګ ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي او غواړي په دې برخه کې هڅې لا پراخې کړي.

 

(2022 / 2 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په هرات کې ځایي چارواکي وایي چې دغه ولایت کې د امنیت له تامین سره سم د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ هم ډېر شوی دی.

د سرچینې په خبره دغه ولایت ته تر ډېره له ایران، کاناډا، برېټانیا او نورو غربي هېوادونو سیلانیان راځي او دا شمېره ورځ تر بلې ډېرېږي.

د هرات ځايي چارواکي وايي چې امنیتي او نورو اداراتو د بهرنیو سیلانیانو راتګ ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي او غواړي په دې برخه کې هڅې لا پراخې کړي.

هرات د هېواد له تاریخي ښارونو ګڼل کېږي چې ګڼې تاریخي ودانۍ او سیمې لري او د کال په بېلو موسمونو کې یې خلک لیدو ته ورځي.

اټکل کېږي چې د پسرلي په راتګ او د هوا په ګرمېدو سره به په هرات او نورو ولایتونو کې د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو شمېر ډېر شي.

Leave a reply