ښايي یوه اونۍ کې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت و تړل شي   

0
198

ښايي یوه اونۍ کې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت و تړل شي 

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان د سفارت او کونسلګریو په چارو کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی. افغان حکومت غواړي خپل سفارتونه په ټولو هېوادونو کې فعال وساتي او له نړۍ سره اړیکې وپالي.

 

(2022 / 2 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې په دغه سفارت کې باوري ديپلوماتیکو سرچینو ویلي، امریکا ورته ویلي چې په یوه اونۍ کې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ تړي او له ديپلوماتانو د ديپلوماتیک مصوونیت امتیاز اخلي.

سرچینې ویلي له څه مودې راهیسې پر دغه سفارت  فشارونه پيل شوي او دلیل يې هم دا ښوودل شوی چې امریکا د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني.

اړوند موضوعات: 

واشنګټن غواړي چې په امریکا کې د افغانستان سفارت وتړي

 بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان د سفارت او کونسلګریو په چارو کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی.

  افغان حکومت غواړي خپل سفارتونه په ټولو هېوادونو کې فعال وساتي او له نړۍ سره اړیکې وپالي.

Leave a reply