روسیې او هند له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی

روسیې او هند له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی
دوی همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن ماموریت ناکام و، رغنده چارې یې نه دي ترسره کړې او د دوی د نارواوو له امله نن زرګونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
(2022 / 2 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشبړ راپور
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په وروستیو کې یې له هند سره په دوامداره توګه د افغانستان په اړه خبرې لرلې دي.
د ده په وینا دواړو لورو ټینګار کړی چې له دغه هېواد سره به بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.
دوی همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن ماموریت ناکام و، رغنده چارې یې نه دي ترسره کړې او د دوی د نارواوو له امله نن زرګونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
دغه روسي ديپلومات همدا راز ویلي چې د افغانستان په اړه د هند او روسیې پالیسې یوه ده او د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره هم تر دې دمه وخت شته دی.






