قبایلي مشرانو او انتظامیه ترمینځ جرګه کامیابه شوې

باغي ټي وي رپورټ
د خوګاخېل قوم او انتظامیه خبرې کامیاب شوي دي , د پیښور او تورخم لویه لار به نن پرانستې وي.
په لنډي کوتل کې د خوګا خیل قوم او انتظامیه ترمینځ د مذاکراتو دوهم پړاو په کامیابې سره پای ته رسیدلې دې .
د جمعيت علماء اسلام (ف) پخواني وزير مولانا امان حقاني، ملک تاج الدين شينواري، حاجي خيالونو، لطف الله د مفتي محمد اعجاز شينواري زندان څخه آزادیدو په اړه د انتظامیه سره دويم پړاو خبرې په بريالیتوب سره ختمې شوې او لويه لاره به د قوم طرف څخه نه تړل کیږي .
سرچينې وائي مفتي محمد اعجاز شينواري به نن خوشې کړل شي.






