د پاکستاني اولس لپاره یو ښه زیرې

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د انرژۍ وزارت لخوا لېږلې شوې سمري رد کړې ده , په دې سمري کې چې د پټرول بیعه 11 روپۍ او ډيزل 14 روپۍ د زياتولو سفارش شوې وو۔
وزیراعظم په خپل ټولنیزو رسنیو خبر خپور کړی چې دا سمري ی د عام اولس په ګټه کې رد کړې ده.
وزيراعظم ووئيل په ټوله نړۍ كښې د تېلو نرخونه زيات شوې خو حكومت به د پاكستان اولس د ګرانۍ له اثراتو د بچ كولو لپاره هر ډول هڅې كوي۔ په بیان کې وایی چې هم دې اولس ګټې لپاره ی دا سمري وځنډوله.
خان په خپل بیان کې وایی چې په داسې وخت کې به حکومت بوج وزغمي او هڅه به وکړي چې خلک له اضافي بار او ګرانۍ څخه بچ کړي .






