په بلوچستان کې د داعش له لوري د برید ګواښ خط جاري شوې

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان پولیسو په چمن کې په مولانا فضل الرحمان باندې د داعش لخوا د برید دریم خط جاري کړی دی.
د AIGP عملیاتي دفتر لخوا جاري شوي یو خبر لیک کې ویل شوي دي چې پولیسو ته د معتبرو سرچینو څخه معلومات ترلاسه شوي چې داعش کولی شي په کوټه او چمن کې د مولانا فضل الرحمان غونډې په نښه کړي.
په مراسله کې وایی چې د مولانا د ساتنې لپاره دې ښه او اړین ګامونه پورته کړې شي چې کومه بده پیښه مخې ته را نه شي.
د یادونې ده چې په دې لنډ تیر وخت کې هم په بلوچستان کې د بلوچستان یو نوي بیلتون خوښې ډلې د وسله والو له خوا ۱۰ امنیتي اهلکار په نښه شو او اووژل شول.






