په جمرود کې اولس د سرک د نیمګړي کار په وجه ستونزو سره مخ دې

0
157

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې ځای اولس شکایت کړې دې چې د سي اینډ ډبليو د سړكونو ادارې د غونډي سرک د جوړونې كار نيمګړې پريښې دي چې له وجهې ی ځای اولس د سختو ستونزو سره مخ شوې دې.
ځآیی خلق وایی چې ددې محکمې ټهیکیدار د سرک په غاړه او نور تعمیراتي مواد اچولي دي او په سرک د خاورو او دوړو څخه خلق تنګ شوي دي.
ځایی خلق وایی چې ددې سرک قراردادي د سړک کار پیل کړی او نیمګړی ی پرېښی او اوس سړک په کنډو کپرو کې بدل شوي دي چې له وجهی اولس ته ډیره ستونزه رامخې ته شوې ده.
ځایی خلقو د اړوند ادارې څخه غوښتنه کړې ده چې قراردادي ته دي لارښوونه وکړي چې ددې سرک چارې بیا پیل کړي او بشپړ ی کړي چې خلقو ته اسانتیاوې په لاس راشي.

Leave a reply