د خوګا خیل قبیلې او انتظامیه ترمینځ جرګه ناکامه شوې ده

0
120

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل د خوګا خیل قبیلې مشرانو او انتظامیه ترمینځ خبرې او جرګه ناکامه شوې ده.
د سرچینو مطابق د خوګا خیل قبیلې مشر مفتي محمد اعجاز شینواري د ۳ ایم پي او قانون لاندې نیولې دې او نن ی دریمه ورځ ده چې په زندان کې بندي کړې دې.
د سرچینو مطابق د خوګا خیل قوم او د ایف بي آر ترمینځ یوه لیکلې معاهده شوې ده په کومه چې د خوګا خیل قوم څه مشران مفتي محمد اعجاز شینواری ،ذکریا شینواري او یو شمیر نور مشران وایی چې د ایف بي آر سره چې کومه معاهده د تورخم ټرمینل لپاره شوې ده ،دا معاهده دوی ته نه ده منظوره ځکه په دې معاهده کې د زمکې ډیر کم قیمت لګول شوي دې او دوی دې معاهدې ته نه دي تیار ، بل اړخ ته امنیتي چارواکی او مقامي انتظامیه وایی چې د خوګا خیل قبیلې زیات مشران په دې معاهده راضي دي او دوی غواړي هم دې معاهدې لاندې د تورخم زمکه ایف بي آر ته ورکړي چې د تورخم ایمپورټ ټرمینل چارې مخ په وړاندې لاړي شی او په وخت تورخم ټرمینل بشپړ شي.
د سرچینو مطابق انتظامیه د نیول شوو خوګا خیل قبیلې مشرانو څخه داسې ضمانت غواړي چې دوی به د تورخم ټرمینل او حکومتي ادارې په ضد احتجاج نه کوي او د امنیت څه ستونزه به نه پیدا کوي او هم دغه وجه ده چې وسه پورې د خوګا خیل مشران دې ته نه دي تیار چې داسې ضمانت حکومت او انتظامیه ته ورکړي.

Leave a reply