په هنګو کې پولیسو کاروایی کړې ګنړ شمیر ملزمان ی نیولي

0
171

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په کوهاټ هنګو کې تيرو دريو ورځو کښي پوليس د جنايتکارانو او د ټولنې د ښمنانوپه ضد کاروائي کې یو شمیر تورن کسان نیولي دي.
د پولیس بیان مطابق د سټي پوليس، صدر دوآبه او ټل پوليس د يو اشتهاري او د نشه ی توکو خرڅوونکي په شمول 18 ملزمان نیولي دي.
د ضلعي پوليس مشر هنګو اکرام الله خان (پي ايس پي) تر مشرۍ لاندې د نشه يي توکو د کاروباريانو او مجرمينو په ضد کاروائي روانه ده، د تيرو دريو ورځو په مهال د سټي پوليس سټيشن ايس ايچ او نبي خان په مشرۍ کښې سرچ اپريشن او د نشه ی توکو په ضد په کاروائي کې ی اووه ملزمان نيولي دي ۵ تمانچې، ۷۲۵ ګرامه چرس، ۳ نورې تمانچې او زیات شمیر کې ی مرمې ترلاسه کړي دي.
د یادونې ده چې نن به دوآبه بازار کې نامعلومه وسله والو دوه ټریفک پولیس په ډزو وژلي دي.

Leave a reply