پاکستاني چارواکو په تورخم پوله بشري مرستې افغان چارواکو ته وسپارلې

0
89

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم نن د افغانستان د اسلامي امارت مسؤلینو د تورخم په پوله د الهدای نړیوال بنسټ لخوا افغان ولس ته د درې لاریو امدادي توکو د سپارلو لپاره د پاکستاني چارواکو او د الهدای فلاحی بنسټ څخه مننه وکړه چې په دې سخت کې ی افغان اولس سره بشري مرستې وکړه .

د پاکستان حکومت او ددې هیواد د بشري مرستو سازمانونو له لوري په دې سخت وخت کې افغان اولس سره بشري مرستې جاری دي او نن هم د یو بشري د خیرښیګړې سازمان له لوري افغان اولس سره د تورخم له لارې بشري مرستې افغان چارواکو ته ورکړل شوې.
د تفصیلاتو ترمخه د الهدا نړیوال خیریه بنسټ له خوا د تورخم په پوله افغان چارواکو ته د افغان اولس لپاره د مرستو درې ډکې لارې وسپارل شوې.
د خیرښیګړې دې سازمان د مشرانو مطابق په دې سامان کې خوراکي توکي او کمبلې وي ، د لنډي کوتل ایډيشنل اسسټنټ کمشنر اشرف الدين او د الهدا انټرنيشنل ويلفيئر فاونډيشن چارواکو په تورخم پوله د افغان اولس د کړاوونو د کمولو لپاره امدادي سامان افغان چارواکو ته وسپارلو.

Leave a reply