پاکستان حکومت د افغانستان د کانونو د اخراج برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی 

0
187

پاکستان حکومت د افغانستان د کانونو د اخراج برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی 

پاکستاني لوري همدا راز د مخابراتو وزارت له چارواکو سره هم کتلي او ټینګار یې کړی چې د انټرنېټ د نرخ او کیفیت په اړه به غور او بیا کتنه کوي او هڅه کوي له دې اړخه د افغانستان ستونزه حل کړي.

 

(2022 / 1 / 31    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان وایي افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د کانونو له سرپرست وزیر سره کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.

سرچینه وایي چې دغه پاکستاني پلاوي ویلي، دوی په افغانستان کې په تېره بیا د کانونو په برخه کې پانګونې ته تیار دي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وایي پاکستاني شرکتونه دې ته لېوال دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

پاکستاني لوري همدا راز د مخابراتو وزارت له چارواکو سره هم کتلي او ټینګار یې کړی چې د انټرنېټ د نرخ او کیفیت په اړه به غور او بیا کتنه کوي او هڅه کوي له دې اړخه د افغانستان ستونزه حل کړي.

Leave a reply