ریاض محسود د وژل شوي پادري خاندان ته ورغلې

باغی ټي وي رپورټ
د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په ځانګړې لارښوونه د پيښور ډويژن کمشنر رياض خان محسود د پيښور ډپټي کمشنر کيپټن (ر) خالد محمود او ايډيشنل اسسټنټ کمشنر عادل وسيم سره د پادري وليم سراج کور ته ورغلې او د هغه د کورنی سره ی د خواخوږي څرګنده کړې ده۔
په دې موقع د پيښور ډويژن کمشنر او ډپټي کمشنر پيښور مسيحي ټولنې ته باور ورکړو چې د پادري په وژنه کښې ککړ ملزمان به ډير زر د قانون منګولو ته وسپارل شي او حکومت به د اقليتي ټولنې د تحفظ لپاره هر ممکنه ګامونه پورته کوي تر څو د دا ډول پيښو مخه ونيول شي۔ هغه د عیسایی ټولنې څخه مننه وکړه چې خپل احتجاج ی پای ته ورسول او دوی ته یې د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړو.






