د پیښور په ارباب نیاز لوبغالي ۷۵ سلنه کار بشپړ شوې دې

0
127

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې په ارباب نیاز سټیډیم باندې ۷۵ فیصده کار بشپړ شوې دې.
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په ټولنیزو رسنیو پانړه خبر خپور کړې چې د کرکټ مینه وال به ډیر زر ښه خبر ترلاسه کړي او په دې نړیوال معیار د لوبو په میدان کې به د کرکټ لوبې څخه خوند واخلي.
په بیان کې زیاتوي چې د نړیوال بازار څخه د بهرنیو توکو راوړلو کې ستونزه راپیښه شوه او د کرونا ویروس له امله ددې سامان رارسیدل ځنډول شوې دي، خو د لوبغالي چارې اوس وروستي پړاو ته رسېدلي او ډېرزر به نور سامان هم پاکستان ته راوړل شي .
په رپورټ کې وایی چې د لوبغالي د ترميم د پړاو له بشپړېدو وروسته به د پېښور او خېبرپښتونخوا تماشابین وکولای شي چې په دې نوي لوبغالي کې ملي او نړيوالې سيالۍ اوګوري او خوند ترې واخلي.

Leave a reply