نن په دویمه ورځ هم د ورځې له مخې د پیښور او تورخم لویه لار خوګا خیلو بنده کړې ده

0
117

باغی ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل په سیمه کې د تورخم بارډر سره نزدې لویه لار د خوګ خیلو قومي مشرانو او خلقو له اړخه د مفتي محمد اعجاز شینواري د نیولو په ضد نن بیا هم بنده کړې شوې ده.
د مظاهره کوونکو وینا او غوښتنه ده چې مفتي محمد اعجاز دې آزاد کړې شي.
د تفصیلاتو ترمخه په لنډي کوتل کې پاک افغان لويه لار د احتجاج توګه په دويمه ورځ د خوګي خېلو قوم مشرانو او سياسي مشرانو له لوري تړل شوي ده.
ددوی وینا ده چې د مفتي محمد اعجاز شينواري تر خوشي کېدو او د ټولو غوښتنو تر منلو بغیر به لویه لار تړلې وي.
د ځایی مشرانو او خبریالانو مطابق د لنډي کوتل اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار په دفتر کې د مفتي محمد اعجاز شينواري د خوشي کولو او دا مسله په سوله ييز توګه د هوارولو لپاره د لنډي کوتل خوګا خېلو قومي مشرانو او د ضلعي انتظامي چارواکو تر منځ خبرې اترې او یوه لویه جرګه هم روانه ده چې تراوسه پورې ی تفصیلاته او پریکې نه دې خپرې شوي .

Leave a reply