په ضلع خیبر کې د پولیو څخه بایکاټ ختم شو

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په جمرود غاړیزه کې د طورخېلو قوم د پوليو کمپاين څخه بایکاټ ختم کړې دې. د یو بیان مطابق په دې سیمه کې وس ځایی خلقو خپلو ماشومانو له د پولیو ضد واکسین ورکړي.
د بیان مطابق د پوليو ټيمونه دې سیمې ته رسیدلي دي او ماشومانو ته ی د پوليو په ضد واکسين ورکړي. ياده دې وي چې د تورخېلو قوم له تېرې يوې مياشتې راهيسې د برېښنا د لوډشيډنګ او د جلا فيډرونو لګولو په لپاره احتجاجي کېمپ لګولی وو. د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري په وینا او غوښتنه د تورخېلو قبیلې دا احتجاجي کيمپ ختم کړو ا دوی خپل احتجاج د بندولو پریکړه او اعلان هم وکړو او خپلو ماشومانو ته ی د پولیو ضد واکسین ورکول اجازت هم ورکړو.






