په انګلستان کې میشت پښتانه د پاکستان قومي ورځ لمانځي

0
121

باغی ټي وي رپورټ
د یونایټیډ پشتون سوسایټی د برطانیی د ایګزیکټیو باډی غونډه او د ماښام ډوډۍ د لندن په مشهور ریسټورانټ کی د متحده ټولنی د مرستیال سیر زمان خان لخوا ترتیب شوی وه.
په دې مهمه غونډه کې عبدالله لالا (رئیس) صفدر باچا (صدر)،سراج افریدي (جنرال سیکرټري/ ویاند)، محمد سجاد خان ، یوسف رحمان،
سکندر خان ، ریاض خان مهمند (ډپټي جنرل سیکرټري او د جنوبي کروډن صدر)، شاه فیصل خان (د شمالي لندن صدر)، افتخار خان او ښاغلي فیض محمد ګډون وکړو.
د پښتنو دې ټولنې له اړخه جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې ټولې اندیښنې او مسایلو په اړه ټینګار وشو .
په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې متحده پشتون ټولنه به د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې په کارډیف، ویلز کې یوه لویه غونډه جوړوي او د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۲۳ ورځ به د پاکستان د ملي ورځې په توګه لمانځي.

Leave a reply