په افغانستان کښې به ډیر زر نوې حکومت اعلان شی: طالب مشران

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پایه تخت کابل نه رارسیدلي رپورټونه وای چې د امارت اسلامی مشرانو صلاح مشورې روانې دي او دیر زر به په دې هیواد کښې نوې حکومت اعلان شي.

د طالبانو ډلې یو مشر افغان رسنیو ته ویلي دې چې د حکومت نظامي مشر به مولانا هیبت الله اخونزاده وي. د طالبانو د فرهنګي کمیسون غړي انعام الله سمنګاني طلوع نیوز ته ویلي چې مونږ چې کوم نظام او حکومت راوړو هغه به یوه نمونه وي او د ټولو په ګټه وي.
طلوع نیوز ته د چارو شنوونکې محمد حسن حق یار وای چې شاید ددې حکومت نامه نه امارت وي ، نه جمهوریت او شاید چې ددې حکومت نوم اسلامی دولت وي.
د رپورټ ترمخې طالبانو په ټولو ولایتونو کښې والیان مقرر کړي او کار ی هم شروع کړې دې.
دلته دا خبره ضروري ده چې د پخواني سوویت یونین د وتلو نه پس هم په افغانستان کښې په نوي حکومت اختلاف رامنځ ته شوې ووچې بیا روسته په دې هیواد کښې خانه جنګي شروع شوه.

د عام خلقو، سیاسي کارپوهانو او دفاعي څیړونکو دا وینا او مشوره ده چې طالبان باید چې نوې حکومت زر اعلان کړي او ټولو افغانانو ته پکښې برخه ورکړي چې یو داسې حکومت جوړ شي چې ټولو افغانانو او نړې ته قبول وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载