ولسمشر غني او ملګرو یې افغانستان ترک کړ
ولسمشر غني او ملګرو یې افغانستان ترک کړ
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني لۀ ټول ټیم سره یوځای لۀ افغانستان څخه ووت او د دولت واګي یې پۀ پراګنده او نامعلوم برخلیک وضعت کې پرېښودې.
نن مازیګر د ملي مصالحې رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پۀ خپله فیسبوک پاڼه د خبرو پر مهال وویل چې پخواني ولسمشر اشرف غني، امرالله صالح، حمدالله محب او محمود فضلي لۀ هېواد څخه د کابل نړیوال هوايي میدان لۀ لارې ووتل.
ښاغلي عبدالله د کابل ښار لۀ ټولو ښاریانو وغوښتل چې د کابل ښار د عامه نظم د ګډوډۍ هڅه دې نکوي او تر هغه وخته چې وضعت عادي کېږي پخپلو کورو دې واوسي.
دة همدا راز ملي امنیتي ځواکونو ته د ښار د نظم او امنیت د ساتلو امر وکړ او لۀ طالبانو یې وغوښتل چې د خلکو د خوندیتوب لپاره دې بېړني ګامونه واخلي.