یو پولنډی شرکت غواړي افغانستان کې پانګونه وکړي

0
113

یو پولنډی شرکت غواړي افغانستان کې پانګونه وکړي

په هغه لیدنه کې چې د رادوسلاو زروینسکي او د اقتصاد وزارت د سرپرست وزیر دین محمد حنیف ترمنځ پرون ناوخته وشوه، ښاغلي زروینسکي یادونه کړې چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې ترڅنګ د دې هېواد له اوسېدونکو سره د بشري مرستو غوښتنه کوي.

 

(2022 / 1 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
‘MIR CONSULTING’ په نوم یو پولنډي شرکت د افغانستان په ‏بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د دې شرکت رییس رادو سلاو زروینسکي ویلي، د کرنې، د صنعتي فابریکو په جوړولو، د کرنیزو محصولاتو په پروسس، د درملو په تولید، د کانونو په را ویستو او د ساختماني موادو په برخه کې لېوالتیا لري چې پانګونه وکړي.

په هغه لیدنه کې چې د رادوسلاو زروینسکي او د اقتصاد وزارت د سرپرست وزیر دین محمد حنیف ترمنځ پرون ناوخته وشوه، ښاغلي زروینسکي یادونه کړې چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې ترڅنګ د دې هېواد له اوسېدونکو سره د بشري مرستو غوښتنه کوي.

د اقتصاد وزارت په خبرپاڼه کې، د دې خبرو د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ چې اوس ټول هېواد کې امنیت خوندي دی او کورني او بهرني پانګه وال کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Leave a reply