دپاکستان او چین سفیرانو په ملاقات کښې په افغانستان کښې د امن راوستلولپاره خبرې کړي

0
104

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې نن د پاکستان سفیرمنصور احمد خان او د کابل لپاره د چین سفیر وانګ یو سره ملاقات کړې ،په ملاقات کښې د افغانستان په موجوده حالاتو ټینګار شوې دې.

په دې لیدنه کښې د پاکستان او چین ترمینځ ددې دواړو هیوادنو په افغانستان کښې د تل پاتې امن او صلح لپاره په مسلسل کوششونو او به یو والي او په ښه نیت په افغانستان کښې د امن راوستلو لپاره ژمنې وشوې.

یاده دې وی چې پاکستان او چین هغه هیوادونه دي چې نن ی هم په کابل کښې سفارتونه پرانستې دي او د افغانان هره ممکنه مرسته کوي، پاکستان دې هیواد نه په زرګونو افغانان او بهرني ځواکونو واپس ویستلو کښې مرستې وکړی او وس هم مرستي کوي.

یاده دې وی چې نن پاکستان ښار راولپنډۍ کښې هم د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه سره د چین هیواد سفیر لیدلي او په افغانستان کښې د موجوده سیاسي او سیکوریټي حالت ته ی ژوره کتنه کړي او ژمنه ی کړ چې پاکستان او چین به د افغانستان په امن او خوشحالۍ راوستلو کښې خپل مثبت کردار لوبوي.

Leave a reply