راضیه محسود: زۀ د راتلونکو ټاکنو لپاره نومانده یم؛ تر څو نړۍوالو ته وښیم چې د کلیو او بانډو ښځې هم لۀ چا نه کمې ندي
راضیه محسود: زۀ د راتلونکو ټاکنو لپاره نومانده یم؛ تر څو نړۍوالو ته وښیم چې د کلیو او بانډو ښځې هم لۀ چا نه کمې ندي
نوموړې وايي چې دا لۀ پیله پۀ دې هڅو کې وه چې د لرې پرتو سیمو د نجونو او ښځو ستونزې پۀ واقعي بڼه تر خلکو ورسوي او د خپل توان تر اندازې یې ستونزې حل کړي؛ د راضیه په وینا که دا بریالۍ کېږي یادې ستنونزې به ښۀ ډول له چارواکو سره شریکې او د حل لار به ورته مومي.
(2022 / 1 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
راضیه محسود چې لۀ جنوبي وزیرستان سره تعلق لري راتلونکو ټاکنو ته نومانده ده. نوموړې وايي چې دا ډاډه ده چې بریا به ترلاسه کوي او د پاکستان او نړۍ خلکو ته به ښيي چې د کلیو او بانډو ښځې هم لۀ چا نه کمې ندي او هغوی هم کولی شي تر لویو بریاوو ځانونه ورسوي.
آغلې محسود همدا راز وایي چې دا به تاریخ کې د لومړي ځل لپاره کېږي چې لۀ لرې پرتو سیمو دې یوه مېرمن/ ښځه پۀ هوډمن انداز ټاکنو کې برخه اخلي.
نوموړې وايي چې دا لۀ پیله پۀ دې هڅو کې وه چې د لرې پرتو سیمو د نجونو او ښځو ستونزې پۀ واقعي بڼه تر خلکو ورسوي او د خپل توان تر اندازې یې ستونزې حل کړي؛ د راضیه په وینا که دا بریالۍ کېږي یادې ستنونزې به ښۀ ډول له چارواکو سره شریکې او د حل لار به ورته مومي.
د آغلې محسود پۀ وینا چې لۀ لرو پرتو سیمو څخه په سیاست کې د ښځو ونډه ډېره کمه او یا خو هم پۀ نشت حساب ده؛ خو که چېرې لۀ دغو سیمو ښځې سیاست ته راځي د کلیو او بانډو د پرمختګ او امن سبب به ګرځي.
راضیه محسود وايي چې دا به پوره هڅه کوي چې ټاکنو کې تر بریا وروسته د لرې پرتو سیمو د ښځو او نارینه وو ستونزې تر خلکو رسوي او د حل لپاره به يې کار کوي.
آغلې راضیه همدارنګه وايي چې د دې پۀ یادو ټاکنو کې د ګډون موخه یوازې بریا نۀ؛ بلکې نړۍ ته دا ښکاره کول دي چې د لرې پرتو سیمو ښځې هم پۀ سیاست کې تر چا کمې ندي.