د اوکراین پېچلې مسئله؛ برېټانیا وايي چې خپل ځواکونه شرقي اروپا ته لېږو

د اوکراین پېچلې مسئله؛ برېټانیا وايي چې خپل ځواکونه شرقي اروپا ته لېږو
بلخوا ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې د روسیې او برېټانیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم سره وګوري او جانسون به هم له پوتین سره د اوکراین په اړه تلیفوني مکالمه ولري.
(2022 / 1 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین پر سر د روسیې او غرب ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي.
د تازه راپورونو پر بنسټ برېټانیا ویلي چې د روسیې د غوښتنې پر خلاف شرقي اروپا ته ځواکونه لېږي او د خپلو ملګرو په دفاع لاس پورې کوي.
د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي، دوی د خپلو ملګرو هېوادونو دفاع ته ژمن دي او په خپله به شرقي اروپا ته ځي او هر څه به له نږدې څاري.
اړوند موضوعات:
مقام های امریکایی: روسیه بستههای خون را به مرز اوکراین فرستاده است
جانسون همدا راز وایي چې دا به روسیې ته یو مهم خبرداری هم وي.
بلخوا ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې د روسیې او برېټانیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم سره وګوري او جانسون به هم له پوتین سره د اوکراین په اړه تلیفوني مکالمه ولري.






