هندي فوځ ۵ کشمیري مسلمانان شهیدان کړي دي

0
67

باغی ټي وي رپورټ
په غیر قانوي توګه د هند فوځ له خوا قبضه شوي مقبوضه کشمير کښې قابض هندي فوځ د رياستي ترهه ګرۍ په دوام کښې پنځه نور کشميري ځوانان شهيدان کړي دي.
د كشمير ميډيا سروس له مخې مقبوضه هندي پوځ په پلوامه او بډګام كښې 5 كشميري ځوانان شهيدان كړل۔
د كشمير ميډيا د معلوماتو له مخې، څلور کشمیریان د پلواما په نایر سیمه کې او یو د بډګام په چهار شریف سیمه کې شهیدان کړې شوي دي
د جاري شوی یو رپورټ مطابق قابض هندي پوځ د محاصرې او د پلټنو لپاره د عملیاتو په وخت دا پینځه تنه ځوانان شهيدان کړل . رپورټ زیاتوي چې په سيمه کې لارې بندې دي ، موبایل سروس هم بند دي او انټرنيټ خدمت هم بند کړې شوي دي.

Leave a reply