په لنډیکوتل بازار کې مهم اعلانونه شوي

0
62

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په مرکزي ښار او تحصیل لنډیکوتل کې نن د اتوار په ورځ د ځایی اولس له لوري مهم اعلانونه شوي دي.
د ځایی سرچینو مطابق د خوګا خیل قوم ځوانانو له لوري په ګاړو کې داسې اعلانونه روان دي.
د یو ځایی خبریال مطابق په لاوډ سپیکر د خوګا خیل قوم کسان داسې اعلانونه کوي ، بازار سمدستي بند کړئ، که چا دوکان بند نه کړو او څه زیان ورته ورسید نو د تاوان پړه به د دوکاندارانو په غاړه وي.
یاده دې وي چې پرون به جمرود کې په بهګیاړي چیک پوسټ مفتي محمد اعجاز شینواري د ۳ ایم پي او قانون لاندې د پولیسو له لوري نیول شوي دې او نن د هغه د نیولو په ضد احتجاج اعلان شوې دې.

Leave a reply