د حیات آباد پولیسو د غلا کولو په تور کسان نیولي دي

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور د حيات آباد پوليسو د غلا په تور دوه ملزمان نيولي دي.
د پولیسو له لوري جاري شوی بیان مطابق د نيول شوو ملزمانو نه د قبضې نه يو موټر سائيکل او پيښه کښې استعمال شوې وسله برآمد کړې شوې ده. د بیان مطابق د ملزمانو خلاف مقدمه درج کړے شوې ده او نور تحقيقات ترې شروع کړے شوي دي۔
د یادونې ده چې پروان هم په پیښور پشتخره او حیات آباد کې پولیسو د نشه ی توکو په ضد عملیاتو کې د نشه ی توکو جوړونکي او قاچاق کوونکي نیولي دي او د تورن څخه پلټنې پیل شوي دي.
د پولیس چارواکی وایی چې عام اولس دې دوی سره مرسته وکړي او هغه کسان چې د نشه ی توکو کار کوي یا بل کوم غیرقانوني کار کوي نو دوی ته ور په ګوته کړي چې وخت سره سره دداسې کسانو په ضد قانوني کاروایی وکړي چې معاشره دداسې کسانو او ناوړه کارونو څخه پاکه کړي.