د پي ټي آیی حکومت زیاته پاملرنه تعلیم او د روغتیاڅانګې ته ده: ډاکټر نورالحق قادري
باغی ټي وي رپورټ
د خيبر سټوډنټس ايسوسي ايشن نوي منتخب شوي کابيني دري کاله پس د پيښور مارکو پولو هال کښي کلنۍ تاريخي خيبر کلچر نائټ تابیا کړې وه.
د دستورې خاص مېلمه د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وو په دې موقع د اقليتي ايم پي اے ولسن وزير، د پي ټي آئي پخوانې صوبائې اميدوار پي کے 106 او د وفاقي وزير صلاح کار حاجي امير محمد خان آفريدي، ميئر حسن خېل حفيظ لالا او د پخوانيو اميدوارانو نه علاوه نور اهلکار هم موجود وو۔
د تحصيل چيئرمېن شپ او دره آدم خېلو مشرانو، د بېلا بېلو زده کوونکو د تنظيمونو مشرانو او غړو، د خيبر سټوډنټس ايسوسي ايشن پخواني مشرانو او د خيبر ضلعې د پیښور او نور پوهنتونو زده کوونکو او علاقائي مشرانو په ګنړ شمير کښې ګډون اوکړو۔
غونډې ته په وينا کې د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري د خيبر سټوډنټس ايسوسي ايشن نوې ټاکل شوې کابينې ته مبارکي ورکړه، د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري نوې ټاکل شوې کابينې ته د زده کوونکو او سيمه ييزو مسايلو د هوارولو باور او ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د هغوي وزارت او دفتر اهلکار هر وخت د زده کوونکو په خدمت کې حاضر دي، هغه زیاته کړه چې د سيمه ايزو مسلو د هواري لپاره هم ګامونه اخلو .
وفاقي وزير نورالحق قادري زياته کړه چې زموږ د حکومت لومړۍ ترجيح د تعليم او روغتيا سیکټر دي او حکومت هم دې څانګو کې خرچ کوي چې زده کوونکو ته سهولتونه ورکړي او عام اولس لپاره د صحت اسانتیاوي او سهولتونه زیات کړي.