مفتي اعجاز شینواري په بهګیاړي چیک پوسټ د پولیسو له خوا ونیول شو

0
133

باغی ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام فاټا سینئیر نائب امیر مفتی اعجاز شینواری د ضلع خیبر په تحصیل جمرواد کې په بهګیاری چیک پوسټ نیول شوی دی.
د یادونې ده چې مفتي اعجاز شینوري د څه مودې راهسې د په تورخم کې د خوګا خیل قوم او د ایف بي آر ،این یل سی ترمینځ د شوې معاهدې په ضد یو احتجاجي تحریک پیل کړي دې، د خوګا خیل قوم دې مشر دریځ دې چې دا معاهده دوی ته منظوره نه ده ځکه په دې کې د خوګا خیل قوم ډیره زمکه د ټرمینل لپاره کارول شی او دوی په دې قیمت دا زمکه ورکولو ته تیار نه دي خو بل اړخ ته په دې معاهده د نورو خوګا خیل مشرانو له اړخه لاسلیک شوي دې او حکومتي چارواکی وایی چې په دې معاهده د زیاتو خوګا خیل مشرانو لاسلیک کړې دي او ددې معاهدې په ضد را ولاړ خلق په ناحقه دي .
بل طرف د جې یو آیی مشرانو او ځای خلقو د مفتي اعجاز د نیول په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

Leave a reply